الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

15 حوت 1402

11422.jpg (1820 × 1024)

د بشپړ ښاري نظم او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست او د  لسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د ښاري نظم عملیاتي پلان د عامې روغتیا څلورلارې، هوايي ډګر او شهید هنګرها څلورلارې په سیمو کې پلی شو، چې په پایله کې یې له سړکونو او پلولارو څخه خنډونه پاک او دښاریانو د تګ راتګ لپاره آسانتیاوې رامنځته شوې. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: په سیمه کې فعالیت کوونکو ته لارښوونه شوې چې، په سړکونو او پلولارو کې خنډونه رامنځته نکړي، په لښتیو کې کثافات ونه غورځوي او د خپل فعالیت په سیمه کې د چاپیریال پاک ساتلو ته پام وکړي او دغه راز د ښاري ستونزو له رامنځته کولو څخه دې ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه: د دې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې د بازارونو نظم تر څارنې او کنټرول لاندې دى او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي