د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنۍ ملي کمپاین پیل شو

16 حوت 1402

11431.jpg (1820 × 1024)

( د نیالګیو کېنول؛ د وچکالۍ لمنځه وړل) تر شعار لاندې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر له لوري د کابل په بادام باغ فارم کې د لومړني نیالګي په کېنولو سره پیل شو. په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا د مرستیال سربېره د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، او د ا.ا.ا یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو. دوی ټولو د کابل ښار او د هېواد د نورو سیمو د زرغونتیا په موخه له هېوادوالو څخه وغوښتل چې، فرصت له لاسه ورنه کړي او په دې ملي کمپاین کې برخه واخلي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس وویل چې، په دې موسم کې کابل ښاروالۍ شاوخوا دوه میلیونه نیالګي او زینتي بوټي چمتو کړي دي او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې به کېنول شي. کابل ښاروالي به ډېر ژر د ښاریانو په ګډون د کابل ښار په دوه ویشت ګونو ناحیو کې د نیالګیو کېنولو کار پیل کړي، ترڅو کابل په یوه زرغون او ښایسته ښار بدل شي