الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل

16 حوت 1402

11433.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د څوارلسمې ناحیې( پغمان) د اوسېدونکو له استازو سره په لیدنه کې د ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو او د رغنیزو پروژو د کار د چټکتیا په اړه بحث او خبرې وکړې. نوموړي د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل: کابل ښاروالۍ د سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، برابرې پراختیا ته په کتو د یادې ناحیې په کچه خپل پلانونه طرحه او پلي کوي. کابل ښاروال ځان د خلکو خدمتګار وباله او  له دوی سره یې ژمنه وکړه چې، سیمه ییزو ستونزو ته به یې په ښه توګه رسېدنه وشي