الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دوولسمه ناحیه کې د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

16 حوت 1402

11437.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د دوولسمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ ټول ګډ مسئولیت لرو تر څو خپل ښار آباد او د ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې فردي او ټولنیز مسئولیتونه ترسره کړو. د دې غونډې یو شمېرګډونوالو په خپل وار د ښاري پلانونو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ چمتوالی وښود او ژمنه یې وکړه چې، د خپلې سیمې پاک ساتلو، نظم او زرغونتیا ته به پام کوي. په غونډه کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول