الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

16 حوت 1402

11439.jpg (1820 × 1024)

سړکونو ته د اوبو له راپورته کېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک له سیمې څخه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې. د اوولسمې ناحیې د مرستیال مولوي ذبیح الله په وینا؛ د کوتل سړک په اوږدو کې د کانال تر پاکولو وروسته، د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د هغو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي کوم چې د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د پاک شویو لښتیو او کانالونو ساتلو ته پام وکړي او په دې برخه کې خپل ښاري او ملي مسئولیت ادا کړي