د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې دفرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

17 حوت 1402

11441.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې په ۱۲م ګذر د احمدشاه بابا مېنې پروژې په سیمه کې د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له خوا، په داسې حال کې چې، د دولسمې ناحيې رئیس مولوي ګل علي عثمان، مشرانو او ځايي اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس وویل دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې وه. دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۷۵۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون د (۸) میلیونه افغانیو په لګښت د دوه نیمو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. ښاغلي ناصري زياته کړه: د يادو سړکونو په جوړېدو سره د ځایي اوسېدونکو ستونزې هوارې، او هغوى ته غوره ترانسپورتي او ټولنيزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.  دغه راز نومړي ډاډ ورکړ چې، په راتلونکي کې به د ښاریانو د ستونزو د هواري په موخه، ورته نورې پروژې هم پلې شي