د اتمې ناحیې د مسئولینو دهڅو په پایله کې د یادې ناحیې اړوند د کارته نو د درېیم سړک په سیمه کې (۶۵۰) متر مربع غصب شوې زرغونه سیمه بېرته راوګرځول شوه. د یادې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني په وینا؛ په دې سیمه د غاصبانو ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شوي او په راتلونکو ورځو کې به یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشي. نوموړي زیاته کړه چې، له دې سیمې په تېرو کلونو کې یو شمېر فرصت غوښتونکو د کټارو په نصبولو ناقانونه ګټه اخیسته او په پلو لارو او زرغونه سیمه کې یې هټۍ جوړې کړې وې چې، رسېدنه ورته وشوه
۶۵۰ متر مربع غصب شوې زرغونه سیمه بېرته را وګرځول شوه
17 حوت 1402