الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي

19 حوت 1402

11448.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند دویم ګذر د بګرامیو په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، تر دې دمه ۹۰ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دغه پارک د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه په (۱۶۰۰۰) متر مربع ځمکه کې جوړیږي چې، (۱۳۵۰۰) متر مربع یې چمن او پاتې برخه یې د پلو لارو، ګلدانونو او اوږدو څوکیو لپاره ځانګړې شوې ده. د دې پارک د اوږدو څوکیو د نصب او چمن کرلو چارې به ډېر ژر بشپړې او وروسته به یې د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو په اړه اقدام وشي