الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې بیا ځلي پیل شوې

19 حوت 1402

11450.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند ۲۳م ګذر د ګلوبل ښارګوټي په سیمه کې له تيږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې چې، د هوا د سړښت له امله ځنډېدېلې وې، بیا ځلي پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا، دغه سړک چې، (۳۶۴)متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري، دواړو خواووته یې د لښتي په ګډون (۹۰) سلنه چارې مخ ته تللې او ډېر ژر به بشپړې شي. له تیږو څخه د سړک جوړول، د لوړ مقاومت د لرلو سربیره، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د کار موندنې په موخه طرحه شوې ده