الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا وستایل شو

19 حوت 1402

11452.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ۱۱مې ناحیې د مشرانو او مخورو له خوا د ښار د ښه مدیریت په برخه کې د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو له امله وستایل شو. د یادې ناحیې اوسېدونکو د غصب شویو سیمو د بېرته راګرځولو، د یو شمېر سړکونو د جوړولو او د کابل ښاروالۍ له وروستیو کړنو څخه ستاینه وکړه او له دغې سترې خدماتي ادارې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ  او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کېدو کې به ورسره مرسته وکړي. په دغه ستاین غونډه کې کابل ښاروال له دوی سره د رغنیزو پروژو د چټکتیا، د یو شمېر سړکونو د جوړولو او دښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: کابل ښاروالۍ به په دې ناحیه کې د سیمه ییزو او ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د برابرې پراختیا له اصولو سره سم خپل پلانونه طرح او پلي کړي. دغه راز نوموړي د یوولسمې ناحیې د خلکو د سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه، د هر راز مرستو ژمنه وکړه