الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې پیل کیږي

19 حوت 1402

11455.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالي پلان لري چې، هر څه ژر د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک درئیس انجینیر عبدالمتین حنیف په وینا، د یاد سړک پر اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې (۹۰) سلنه مالکانو ته یې بدیل حقونه ورکړل شوي او پاتې نورو ته به یې هم ډېر ژر ورکړل شي. نوموړي زياته کړه، چې د یاد سړک په اوږدو کې تر استملاک لاندې د يو شمېر خنډونو او کورونو د ويجاړولو او پاکولو چارې څه موده وړاندې ترسره شوې او د پآتې نورو به یې په نږدې راتلونکو ورځو هم ترسره شي.  د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول، د کابل ښاورالۍ لومړیتوب او دښاریانو له پخوانیو هیلو څخه ده. دغه سړک (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او(۴۵) متره سور لري چې، په جوړېدو سره به یې د ښاریانو پر وړاندې شته ترافیکي ستونزې حل او دوی ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوو رامنځته شي