د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دیارلسمې ناحیې د اوسیدونکو له استازو سره ولیدل

19 حوت 1402

11457.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پېژندنې او دهغو د حل په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل. په دې لیدنه کې د يادې ناحیې اوسېدونکو  په روان کال کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د کړنو د ستاينې ترڅنګ، خپلې ستونزې او وړانديزونه له کابل ښاروال سره شريک کړل. وروسته کابل ښاروال خبرې وکړې او ویې ویل: د کابل ښاریانو غوښتنو او هیلو ته رسیدنه، زموږ د ادارې لومړیتوب دی او د دوی د پرځای غوښتنو د پوره کولو لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته کوو. دغه راز په دې لیدنه کې د دیارلسمې ناحیې په هغو سیمو کې چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي، د ښاري خدمتونو لکه، د سړک جوړونې، پاکوالي، زرغونتیا او ورته نورو چوپړتیاوو د وړاندې کولو په اړه هم خبرې اترې وشوې. په پای کې کابل ښاروال د یادې ناحیې د مشرانو او مخورو له خوا د نوموړي د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو د ترسره کولو له امله د ستاینلیک په ورکولو او د پګړۍ په سر کولو سره وستايل شو