د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

20 حوت 1402

11459.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، کابل والي ملا امین الله عبید، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رئیس حافظ عزیزالرحمن او په کابل کې د ترکیې هېواد د شارژدافير او سرپرست جنک اونال له لوري په داسې حال کې چې، ګذر وکیلانو، عالمانو او کابل ښاریانو یې ملتیا کوله د لومړني نیالګي په کېنولو سره پیل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ښاریان د نیالګیو کېنولو ته را وبلل او ویې ویل: په کابل ښار کې اوسنۍ زرغونې سیمې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې، هر ښاري د خپل ملکیت مخې ته د یوه نیالګي په کېنولو سره خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړي او د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره د نیالګیو او زرغونو سیمو په ساتنه او اوبه کولو کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار په کچه نورې زرغونې سیمې او پارکونه هم طرحه او ډیزاین کړي دي چې، په راتلونکي کال کې به یې د جوړولو په اړه اقدام وشي. ورته مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس وویل: نیالګي کېنول سالم چاپېریال ته د رسېدو مهمه لاره ده چې، ورسره د هوا ککړتیا لمنځه ځي او د ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوی کوي.  په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل هم خبرې وکړې او ویې ویل : د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې به د کابل ښار په کچه دوه میلیونه نیالګي او زنیتي بوټي کېنول شي چې، د یاد ریاست له لوري به یې په ښه توګه د خړوب چارې هم ترسره شي. د یادونې وړ ده چې، په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست يو شمېر ورزشي لوبډلو خپلې لوبې هم نندارې ته وړاندې کړې