د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له شهیدهنګرها څلورلارې څخه تر میرزا عبدالقادربیدل سړک پورې د نوي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

20 حوت 1402

11461.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د شهید هنګرها څلورلارې او میرزا عبدالقادر( قصبې سړک) ترمنځ د نوي جوړېدونکي سړک پر وړاندې د شته خنډونو او استملاکي کورونو د پاکولو، خاورې لیږدولو او کیندنو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ د استملاکي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره د یاد سړک د جوړولو چارې پیل شي. د دې سړک په اوږدو کې (۴۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د اړوند سیمو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي