د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

20 حوت 1402

11463.jpg (1820 × 1024)

د روژې د مبارکې میاشتې د را رسیدو په مناسبت او د (۳۳) مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په اړه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو او د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د بېلابېلو اصنافو د استازو تر منځ د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه تر سره شوه. په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول، د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د نرخونو د کمښت لپاره د تګلارې د ټاکلو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د خوراکي توکو د واردولو د څرنګوالي او د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیو د بدلون په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. اړینه ده چې، ټول پلورونکي او سوداګر د ښاریانو د اړتیا وړ توکو د پلورلو پر مهال انصاف په پام کې ونیسي، ځکه پر خوراکي توکو لګېدلي محدودیتونه لیرې شوي او د افغانۍ پر وړاندې د اسعارو بیه هم راټیټه شوې ده. دغه کمیسیون به د ښاریانو د اړتیا وړ لومړنیو توکو د نرخونو دکنټرول په موخه، خپل فعالیتونه ګړندي کړي تر څو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او لوړ کیفیت د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي