الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

څه باندې ۳۶ ټنه بې کیفیته او تېر وخته توکي له منځه یوړل شول

21 حوت 1402

11467.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري څه باندې ۳۶ ټنه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د ښار له بازارونو څخه راټول شوي وو، د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه بهر د ګزک په سیمه کې  له منځه یوړل شول. د یاد ریاست د مرستیال ډاکتر مسعود فقیر په وینا؛ په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، کنسرو باب، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ او یوه اندازه غیر الکولي د څښاک توکي شامل وو. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د کابل ښاروالۍ مسئولان له بازارونو څخه په دومداره توګه څارنې کوي او هیله یې څرګنده کړه چې ښاریان دې د پېرلو پر مهال د خوراکي او غیر خوراکي توکو نیټې او کیفیت ته پام وکړي