د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

21 حوت 1402

11469.jpg (1820 × 1024)

د تنظیفي چارو د وروستي پاتې والي د جبران په موخه د یوولسمې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو په ګډون د خشت هوختیف، لیسه مریم بازار او سره مېنه په سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې تیت کثافات راټول او ولیږدول شول او ورته مهال لښتي هم پاک شول. د یوولسمې ناحیې رئیس حافظ مرجان حیدر وویل چې، مخکې د دې سیمو د پاکولو مسئولیت له یو شمېر خصوصي تنظیفي شرکتونو سره وو چې، د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د خصوصي شرکتونو کار وځنډول شو او له دې وروسته د یوولسمې ناحیې د تنظیفي کارکوونکو له لوري پاکیږي. نوموړي زیاته کړه چې، د یادو سیمو په پاکولو کې، د مارکیټونو او لوړپوړیزو ودانیو، د هټیوالو او کسب کارانو د ټولنې، د ګذر وکیلانواو ځوانانو د شورا غړو او ښاریانو برخه اخیستې وه چې، د دوی دا نیک اقدام د ستایلو وړ دی. ښاغلي حیدر څرګنده کړه چې، اړینه ده ټول ښاریان د خپلو سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي او له نارنجي اغوستونکو سره همکار و اوسي. په دې حشر کې د تنظیفي کارکوونکو او د سیمه ایزو شوراګانو د غړو سربېره د خوراک نړیوال سازمان له لوري یو شمېر ګارګر د کار په بدل کې د مرستو ورکولو پروګرام له لارې هم ګمارل شوي وو ترڅو د یادې ناحیې سیمې په بشپړه توګه له کثافاتو پاکې شي