د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

21 حوت 1402

11471.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د دیارلسمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ښاري کلتور دودولو په اړه د ګڼ شمېر ښاریانو په ګډون د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد له ښاري مسایلو خبرېدل د هر ښاري مسئولیت وباله او هیله یې وکړه چې، د ښاري مدیریت په برخو کې د یادې ناحیې اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: د سیمې د پاک ساتلو، د زرغونو سیمو د پراختیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې ښاریان ګډ مسئولیت لري او باید په دې برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د غونډې ګډونوالو په خپل وار د ښاري پلانونو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ چمتوالی وښود او ژمنه یې وکړه چې، د خپلې سیمې پاک ساتلو، نظم او زرغونتیا ته به پام کوي. په غونډه کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول