کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځلسمې ناحیې د مشرانو او اوسیدونکو له خوا، د ښه ښاري مدیریت په برخه کې د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو د ترسره کولو له امله وستایل شو. په دې لیدنه کې د يادې ناحیې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د کارونو د ستاينې ترڅنګ خپل وړانديزونه هم له کابل ښاروال سره شريک کړل، چې په اړه يې کابل ښاروال وويل: د خلکو او کابل ښاریانو غوښتنو ته رسېدنه زموږ لومړیتوب دی، او موږ به د دوی د پر ځای غوښتنو د پوره کولو لپاره، له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو
کابل ښاروال د پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا وستایل شو
21 حوت 1402