د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

22 حوت 1402

11475.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د مسئولانو، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون په اتمه ناحیه کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني د نیالګیو کېنولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د نیالګیو کېنول زموږ د دین غوښتنه ده چې، د انسانانو په ژوند کې ډیرې ګټې لري. نوموړي زیاته کړه چې، په اتمه ناحیه کې به کې د ونو د خړوبولو او ساتلو په برخه کې د ښاریانو په مرسته ګڼ پلانونه عملي شي او اړتیا ده چې، هر ښاري د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه نیالګي کېنوي او اوبه ورکړي. په دې مراسمو کې د یادې ناحیې اوسېدونکو ۳۰۰ نیالګي د کېنولو په موخه چمتو کړي وو چې، د دوی له نیک احساس څخه هم د مسئولانو له لوري مننه وشوه