د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

22 حوت 1402

11477.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې په ۲۶م، ۲۷م او ۲۸م ګذر کې د کوڅو جوړونې دوه پروژې بشپړې او د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري او  دکابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجینر ذبیح الله رحیمي له خوا، په داسې حال کې چې د سیمې مشرانو او یوشمېر اوسیدونکو هم شتون درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د اوومې ناحيې رئیس په خپلو خبرو کې وويل: د يادو کوڅو په جوړيدو سره د ځایي اوسېدونکو ستونزې هوارې او دوی ته ترانسپورتي او ټولنيزې آسانتياوې رامنځته شوې دي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې، د خپلو نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي. دغه راز دکابل ښاروالۍ د برنامو اوپروژو د تنظیم رياست استازي په دې اړه وويل: دغه پروژې دکابل ښاروالۍ له خوا او دملګرو ملتونو دپروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او دکار د زمينې دبرابرولو په موخه پلې شوې دي او په راتلونکي کې به هم له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د هوارۍ په نیت ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. نوموړي زیاته کړه، د دې ناحیې په ۲۶م او ۲۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې، (۱۱۶۰) متره اوږدوالۍ او له (۴ څخه تر ۵) مترو پورې سور لري، دلښتيو په ګډون د (۱۰،۲) میلیونه افغانیو په لګښت، او په ۲۷م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه، چې (۱۲۰۰) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر ۴،۵) مترو پورې سور لري، دلښتیو په ګډون د (۹،۳) میلیونه افغانیو په لګښت، د  پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې، په هره پروژه کې د شاوخوا (۲۰۰) کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.