د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

23 حوت 1402

11481.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند سیمو کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زرغونتیا ریاست د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل او د شپږمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالخالق بدر له لوري، په داسې حال کې چې، عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو یې ملتیا کوله د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې جوړ شوي وو، د زرغونتیا رئیس د زرغونو او تفریحي سیمو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د یوه ښایسته او زرغون کابل درلودلو په برخه کې د ښاریانو مرستو ته جدي اړتیا ده. نوموړي د شپږمې ناحیې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د خپل ملکیت، انګړ او هټۍ مخې ته د یوه نیالګي په کېنولو سره خپل ښاري او دیني مسئولیت ادا او له زرغون اغوستونکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي. دغه راز د شپږمې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل: د نیالګیو کېنول او له هغو څخه ساتنه مادي او معنوي ارزښت لري او اړینه ده چې ټول باید یو بل ته لاس ورکړو، د خړوبولو او ساتنې په برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسو. ښاغلي بدر وویل: د کمپاین په لومړۍ ورځ د زرغونتیا ریاست له خوا (۰۰۰ ا) او د ښاریانو له لوري (۳۰۰) چمتو شوي نیالګي د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې کېنول شول او دغه لړۍ دوام لري