د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د دوو سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

23 حوت 1402

11483.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې اړوند د ۴م ګذر په سره مېنه او د ۱۳م ګذر د نوې پروژې په دویم مارکېټ سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د یوولسمې ناحیې د رئیس حافظ حیدر مرجان، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له لوري، په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د پرانیستې په دې مراسمو کې د یوولسمې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل: د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او دوی ته ګڼ شمېر ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. نوموړي د اړوند سیمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د عامه تاسیساتو ساتنې ته پام وکړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍد برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي په دې اړه وویل: په ۴م  ګذر کې سړک (۵۳۲) متره اوږدوالی او (۹ ) متره سور لري چې، د (۸،۵) میلیونه افغانیو په لګښت، او په ۱۳م ګذر کې سړک (۳۵۷) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د لښتيو په ګډون د (۷،۵) میلیونه افغانیو په لکښت د(۶) میاشتو په موده کې بشپړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، دغه پروژې ښاریانو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې چې هره ورځ (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او په راتلونکې کې به له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې ورته نورې پروژې هم پلې شي