د لسمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له قیمتونو او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه څارنه وکړه. د څارنو په لړ کې سرغړونکو اصنافو ته سپارښتنه وشوه چې، د بیا ځل سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د لسمې ناحیې له هټیوالو و غوښتل شول چې انصاف په پام کې ونسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست له لوري مخکې ټولو هټیوالو او اصنافو ته سپارښتنه شوې ده چې، نرخنامه د لیدلو په وړ ځای کې نصب کړي او د هغه سره برابر توکي وپلوري
د لسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه
23 حوت 1402