په دوولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، دیني عالمانو او ځوانانو له لوري د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس په دې اړه وویل: په دوولسمه ناحیه کې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، پلان لري چې د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې (۳۰۰) زره ډول ډول نیالګي او بوټي کینوي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د نویو کېنول شویو نیالګیو په ساتنه او خړوبولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي
په دوولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
23 حوت 1402