د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت، د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون چې، د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ شوی دی، په بازارونو کې یې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څارنه وکړه او یو شمېر سرغړونکو ته یې له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وکړې. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: له هټیوالو غوښتنه وشوه چې د پلورلو پرمهال انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، ښاريان به د ښاري ژوند د قانوني کېدو په موخه، د نرخنامې د تطبیق او دودولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مسئولينو سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست، له وړاندې ټولو اصنافو ته خبر ورکړی وو ترڅو، نرخنامه د لید وړ ځای کې وځړوي او د هغه مطابق خپل توکي وپلوري. له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي چې بیا به د شکایت حق و نه لري. دغه راز ښاغلي انصار وویل: د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې او د بېلابېلو اصنافو له استازو څخه جوړشوی دی، او له روژې یوه ورځ وړاندې یې (۳۳مه) ګڼه نرخنامه چمتو کړه. دغه کمیسیون به د ښاریانو د اړتیا وړ لومړنیو توکو د نرخونو دکنټرول په موخه، خپل فعالیتونه ګړندي کړي تر څو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او لوړ کیفیت د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي
د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه دمخنیوي کمیسیون د لومړنیو توکو د نرخونو له څرنګوالي څارنه وکړه
26 حوت 1402