د دوولسمې ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۳۷۳۵) کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او يو شمېر لودسپيکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځیدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځاى ته ولېږدول شول. د یادې ناحيې د چاپيريالي روغتيا آمرعبدالکبير زهري په دې اړه وويل: په دغو توکو کې شيدې، قیماق، مربا، اچار، د لوبيا، نخودو او کبانو کنسرو، بسکټ او د مینځلو مواد شامل دي. له ټولو ښاریانو څخه هیله کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو پیرودلو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي. دغه راز له پلورونکو څخه هم غوښتنه کیږي چې د بې کیفیته توکو له پلورلو او د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي
۳۷۳۵ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول
26 حوت 1402