الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

28 حوت 1402

11510.jpg (1820 × 1024)

د زرغون او ښایسته کابل درلودلو په هیله، د لومړۍ ناحیې اړوند سیمو کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د زرغونتیا د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د لومړۍ ناحیې د رئیس مولوي محمد عالم عاصم، د عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو د غړو له خوا د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. په دغو مراسمو کې د زرغونتیا رئیس د ونو او زرغونو سیمو په اقتصادي او چاپېریالي اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: په لومړۍ ناحیه کې به د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، څه باندې (۱۵۰۰۰) نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نویو کېنول شویو نیالګیو او زرغونو سیمو په ساتنه کې خپله ملي او دیني دنده ادا او د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره همکار و اوسي. ورته مهال د لومړۍ ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل: د کابل ښاروالۍ مسئولین د ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې ژمنتیا لري او هغه سیمې چې د زرغون کېدو وړتیا ولري، پرته له ځنډ څخه به نیالګي او زینتي بوټي پکې کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې، د نیالګیو کېنول او ساتنه یې معنوي او مادي اهمیت لري او په دې برخه کې باید ټول په ګډه کار وکړو