الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو توکو له نرخونو څارنه وشوه

28 حوت 1402

11512.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه د دویمې ناحیې په بازارونو کې د کابل ښاروالۍله نرخنامې سره سم د خوراکي توکو په پلورنځیو کې  د توکو پلورلو او د خیاطۍ، قصابیو، نانوایانو او نورو اصنافو له فعالیتونو څارنه وشوه . د دویمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي په وینا؛د څارنو په لړ کې سرغړونکو هټیوالو ته سپارښتنه وشوه چې، د بیا ځل سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. نوموړي له هټیوالو وغوښتل چې، انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري. مخکې ټولو اصنافو ته خبر ورکړل شوی ترڅو، نرخنامه د لیدلو لپاره په سم ځای کې نصب وکړي او د هغه له مخې خپل توکي وپلوري