الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې له بازارونو ۳۰۴۸ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

28 حوت 1402

11514.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۳۰۴۸) کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه  ټاکلي ځاى ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې د مسئولینو په وینا، په دغو موادو کې، غوړي، چاکلیت، مکروني، بیسکویټ، شیدې، ملايي، د نخودو، لوبیا او کبانو کنسرو، مربا، ترشي، او نوشابه باب شامل دي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو پیرودلو پرمهال د هغو نېټه او کیفیت په پام  کې ونیسي. دغه راز له پلورونکو څخه هم غوښتنه کیږي چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي