الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان سړک په اوږدو کې د ناجو ٢٠٠٠ نيالګي کېنول شول

29 حوت 1402

11516.jpg (1200 × 675)

 د ښاري ښکلا د رامنځته کولو او د زرغونو سيمو د پراختيا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتيا رياست له خوا،دقلعه زمان خان ٦٠ متره سړک په ګلدانونو کې د ناجو ٢٠٠٠ نيالګي کېنول شول٠

د زرغونتيا رٸيس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې اړه وويل: دغه نيالګي د دې رياست اړوندو قوريو کې روزل شوي چې په معياري توګه کېنول شول٠

نوموړي له ښاريانو غوښتنه وکړه چې، د ښار د زرغونتيا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي٠

دغه راز دنهمې ناحيې رٸيس  حافظ حيات الله حيات ژمنه وکړه چې د دې ناحيې د اوسېدونکو په مرسته به د ياد سړک په اوږدو د زرغونو سيمو په ساتنه کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي٠