په درېیمه ناحیه کې د ۱۴۰۳ کال دنیالګیو اېښودلو پسرلنی کمپاین د یادې ناحیې د مرستیال مفتي اختر محمد عثماني، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان، د علماوو، ګذر وکیلانو او د ځوانانو شوراګانو د غړو له لوري د نیالګیو په اېښودلو سره د پل سوخته په سیمه کې پیل شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیاریاست مرستیال په دې اړه وویل، هغه بېلابېلې سیمې چې، د زرغون کېدو وړتیا ولري، د پلان له مخې به یې په اړه اقدام وشي. نوموړي زیاته کړه، د درېيمې ناحيې د زرغونو سیمو د پراختيا په موخه به زرګونه نيالګي کېنول شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه کېږي. دغه راز د درېيمې ناحيې مرستيال وويل: د دې ناحیې اوسېدونکي ژمن دي، چې د زرغونو سیمو په ساتنه او پالنه کې خپله ملي او ديني دنده ترسره او د خپل ښار له زرغون اغوستونکو سره به مرسته کوي
په درېیمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
29 حوت 1402