د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت له احتکار څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښار په کچه په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څارنې روانې دي ترڅو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت ترلاسه کړي. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست د مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په وینا؛ پر هټیوالو ټینګار شوی ترڅو نرخنامه د لیدلو لپاره په مناسب ځای کې نصب کړي او خپل توکي د هغه له مخې وپلوري؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي. غوښتنه کیږي ترڅو ښاریان د نرخنامې په پلي کېدو د ښاري ژوند د قانوني کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست د څارنو په لړ کې د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د څارویو حلالولو یو ناقانونه ځای چې، د استوګنیزو کورونو په مینځ کې جوړ شوی وو وموند او درې ورځې وخت ورکړل شو ترڅو خپل فعالیت له دې ځای څخه ولیږدوي
د ښارپه کچه په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخ څارنې روانې دي
29 حوت 1402