د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

29 حوت 1402

11524.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو کمپاین د زرغونتیا ریاست د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد او د دیني عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو شورا د استازو له لوري د سلګونو نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. په دې مراسمو کې د زرغونتیا رئیس وویل چې، د نیالګیو کېنولو په موسم کې به د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې چې، د زرغونتیا وړتیا ولري زرګونه نیالګي کېنول شي. نوموړي غوښتنه وکړه چې، د دیارلسمې ناحیې ښاریان به د یادو نیالګیو په خړوبولو او ساتنه کې مرسته وکړي.ورته مهال د دیارلسمې ناحیې رئیس ژمنه وکړه چې، د ښاریانو په مرسته به د یادې ناحیې په کچه د زرغونو سیمو ساتنې ته پام وکړي.