د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې له بازارونو ۳۴۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او تېروخته توکي راټول شول

29 حوت 1402

11526.jpg (1820 × 1024)

دلومړۍ ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو او مالګدامونو څخه د څارنو په لړ کې، (۳۴۰۰) کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز یوشمېر لودسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه  ټاکلي ځاى ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې د مسئولینو په وینا، په دغو موادو کې، غوړي، چاکلیت، مکروني، بیسکویټ، شیدې، ملايي، د نخودو، لوبیا او کبانو کنسرو، مربا، ترشي، او نوشابه باب شامل دي. له ټولو ښاریانو هيله کېږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو پیرودلو پرمهال د هغو نېټه او کیفیت په پام  کې ونیسي، دغه راز له پلورونکو څخه هم غوښتنه کیږي چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي