د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال مېنې په زرغونو سیمو او پارکونو کې د زرګونو نیالګیو د کېنولو چارې تر لاس لاندې دي. د زرغونتیا ریاست د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په وینا؛ د پنځمې ناحیې د زرغونو سیمو او پارکونو د پراختیا په برخه کې پلانونه ترلاسه لاندې دي چې، په هغه کې د چمن کرل هم شامل دي. نوموړي زیاته کړه: د زرغونتیا ریاست ژمنتیا لري ترڅو، د ښار په کچه پارکونه په غوره تفریحي سیمو بدل کړي. ښاغلي متوکل له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د زرغونو سیمو او پارکونو په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي
د پنځمې ناحیې په زرغونو سیمو او پارکونو کې د نیالګیو کېنولو چارې روانې دي
29 حوت 1402