د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

29 حوت 1402

11531.jpg (1024 × 576)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو یې ملتیا کوله، په څلورمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د یادې ناحیې له ۱۶ م ګذر (د کابل ښاروالۍ له بلاکونو) پیل شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس د نیالګیو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به يوازې په څلورمه ناحیه کې څه باندې ۳۰ زره نیالګي په معیاري توګه کېنول شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس وویل: د ښار ښکلا او زرغونتیا په ښاریانو پورې تړلې ده او اوس مهال د همکارۍ روحیه تر پخوا پیاوړې شوې چې، پر بنسټ به یې ښاریان ډېر ژر د ښایسته او زرغون کابل شاهدان وي. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني او د څلورمې امنیتي حوزې آمر مولوي حضرت خالد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د ښاریانو په مرسته به د یادو نیالګیو ساتنې او خړوبولو ته پام وکړي او هیله یې وښوده ترڅو د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه هر ښاري یو نیالګی کینوي. د یادونې وړ ده چې، د ۱۶م ګذر اوسېدونکو د خپل پارک د زرغونتیا په موخه ۱۰۰۰ نیالګي برابر کړي وو چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی له دې نیک احساس څخه مننه کوي