الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې اړوند بازارونو کې د لومړنیو توکو له نرخونو څارنه وشوه

29 حوت 1402

11533.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق، د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي، میوند واټ او نورو سیمو په بازارونو کې د خوراکي توکو له نرخونو څارنه وشوه. له احتکار څخه د مخنیوي او د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول په موخه، سرغړونکو هټیوالو ته خبرداری ورکړل شو چې له نرخنامې څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به، له جدي قانوني چلند سره مخ شي. دغه راز هټیوال باید د پلورلو پر مهال انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکې دې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. ټولو فعالیت کوونکو او هټیوالو ته له وړاندې ویل شوي ترڅو ، نرخنامه د پېرودنکو د لید وړ په مناسب ځای کې نصب او د هغې له مخې خپل توکي وپلوري. همدا شان  له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د نرخنامې په دودولو کې د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره مرسته وکړي