د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بازار څخه په ټېټه بیه پیاز او کچالو لیلام شول

29 حوت 1402

11537.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت او له ښاریانو سره د مرستې په موخه د میرویس حاجي زاده شرکت له لوري له بازار څخه په ټیټه بیه پیاز من په ۱۲۰ او کچالو من په ۱۰۰ افغانۍ لیلام شول. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یاد شرکت مسئولان وهڅول او ویې ویل: د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې باید ټول سوداګر او پانګوال خپله ملي او دیني دنده ادا او د لومړنیو توکو په پلور کې انصاف په پام کې ونیسو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل: هټیوال او پانګوال هڅول شوي ترڅو په ټیټ قیمت د روژې مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې لومړني خوراکي توکي وپلوري چې، له نیکه مرغه یاد شرکت په دې د خیر کار کې مخکښ شو. د یاد شرکت رئیس حاجي میرویس وویل: دا کار يې له احتکار څخه د مخنیوي او له ښاریانو سره د همدردۍ په موخه ترسره کړی. د میرویس حاجي زاده شرکت له لوري د روژې مبارکې میاشتې په ۷مه نېټه د ۵۰۰ ټنه وطني کچالو او ۵۰۰ ټنه پیازو لیلام پیل شو او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي. ښاریان کولای شي په دوه ویشت ګونو کې ناحیو کې په ټیټ قیمت پیاز او کچالو ترلاسه کړي