د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د سړک او کوڅې جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

29 حوت 1402

11539.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند په ۳م ګذر دسړک او په ۱۵م ګذر کې  د کوڅې جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجینرعامر یاسر زمرک له خوا  په داسې حال کې  چې د سیمې یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د خبرو په ترڅ کې، په راتلونکي کال کې د سړک جوړولو د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل: له ښاري آنتیاوو څخه د محرومو سیمو د ستونزو د هواري په موخه به، ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي، ترڅو د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې هوارې او دوی ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. ښاغلي یاسر زیاته کړه، دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته دغوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کار د زمينې د رامنځته کولو په موخه، پلې شوې دي. دغه راز نوموړي  له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو نويو جوړو شويو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري خبرې وکړې او ویې ویل: د ۳م ګذر اړوند د ډبرو سکرو میدان په نوم سیمه کې د (۲) مترو ګلدان په ګډون د (۳۸۲) مترو په اوږدوالي او له (۱۲  څخه تر ۱۴) مترو په سور سړک د (۸،۵) میلیونو افغانیو په لګښت او د۱۵م ګذر اړوند د قلعه ناظر او لب جر په سیمه کې د(۶۷۹) مترو په اوږدوالي او له( ۳،۵ څخه تر ۴) مترو په سور کوڅه د (۴،۸۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د(۵)میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړ شوي دي.  د یادولو وړ ده چې، په دغو پروژو کې هره پورځ شاوخوا (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه