د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

29 حوت 1402

11541.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د یو شمېر ریاستونو د رئیسانو، عالمانو، ګذر وکيلانو او ځوانانو لخوا په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کمپاین پیل شو. د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل: د زرغون  سیمو د پراختیا لپاره د نیالګیو کېنولو موسم ښه فرصت دی او باید په دې موسم کې موږ ټول نیالګي کېنوو، اوبه ورکړو او ساتنه یې وکړو. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو په مرسته به د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې خپل پلانونه عملي کړي او د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو لپاره به قطره يي سیسټم او د فاضلاب تصفیه خونې جوړې کړي. ورته مهال د دویمې ناحیې رئیس مولوي فضل کریم صدیقي، د زرغونتیا مرستیال سراج الدین پټان، او نورو ويناوالو د زرغونو سیمو او نیالګیو په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې، د دویمې ناحیې په کچه به زرګونه نیالګي په معیاري توګه کېنول شي. د یادونې وړ ده چې د یادې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې د سوداګرو او پانګوالو له لوري ١٧٠٠ بېلابېل ډوله نیالګي مرسته شوي دي