الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین تر سره شو

1 حمل 1403

11547.jpg (1820 × 1024)

په دولسمه ناحيه کې د نيالګيو کېنولو کمپاين، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د يو شمېر ادارو رئيسانو، د علماوو ، ګذر وکيلانو او د دې ناحیې د ځوانانو شوراګانود غړو په ګډون ترسره شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د نیالګیو کېنولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست چمتو ده چې، په دولسمه ناحيه کې د زرغونو سیمو د پراختيا په موخه، د دې ناحيې په بېلابېلو سيمو کې درې سوه زره نيالګي کېنوي او په معياري ډول يې ساتنه او پالنه وکړي. نوموړي د دې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د زرغونو سیمو په ساتنه او پراختيا کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده، چې د دولسمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکو هم د خپلو سیمو د زرغونتیا په موخه، د (١٥٠) نیالګیو مرسته کړې ده