د دوولسمې ناحیې اړوند، د ۳۵م ګذر په حسن زي مېنه کې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سورسره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې هکله وویل: د دغه سړک په جوړیدو سره د سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې او دوی ته غوره ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه راز نوموړي د سیمې له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې، د یاد سړک ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. دښاغلي رحیمي په وینا، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفترپه مرسته، ښاريانو ته د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې، چې هره ورځ پکې شاوخوا (٢٠٠) کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه. د یادولو وړ ده چې، دغه سړک د (٩،٣) میلیونه افغانيو په لګښت، د (۴) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شوی ده
په دوولسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
1 حمل 1403