د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اړوند پنځه ودانیزې او د سړک جوړولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

2 حمل 1403

11558.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، په اتمه او دولسمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ پنځه مهمې ودانیزې او سړک جوړونې پروژې، بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او دکابل والي ملا امین الله عبید له لوري په داسې حال کې چې دشاروالۍ ځینو معینانو او رئیسانو يې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: دغه پروژې د کابل ښار د اقتصادي او معیارې ودې او پراختیا لپاره ځانګړی اهميت لري، اړتیا ده چې ټول ښاریان د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کابل والي ملا امین الله عبید بیا د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه او کابل ښاریان يې دې لوې خدماتي ادارې سره همکارۍ کولو ته را وبلل.  له دغو پروژو څخه یوه یې په اتمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ  د سوداګریز مارکیټ ودانۍ ده، چې د(۵۷) میلیونه افغانیو په لګښت، په (۸۰۵) متره مربع ځمکه کې د (۷) پوړونو په درلودلو سره د (۲۲) میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړه شوې ده. دغه راز په اتمه ناحیه کې له بالا حصار څخه د کابل - لوګر تر سړک پورې د کول حشمت خان سړک دی چې، (۳۹۰۰)متره اوږدوالی او (۷.۲۰) سانتي متره سور لري،  او د څه باندې (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د لسو میاشتو په موده کې په اساسي بڼه جوړ شوی ده. همدارنګه د اتمې ناحیې اړوند د رحمان مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې  جوړول بله پروژه ده چې، ( ۶۹۱۵) متره مربع مساحت لري او د څه باندې (۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۸) میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده. دغه راز دکابل ښاروالۍ بله پروژه، د دولسمې ناحيې اړوند د احمدشاه بابا مېنې پروژې د پنځم او شپږم بلاک ترمنځ د (۷۳۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور سره د عمومي سړک جوړول دي چې، د جوړولو چارې یې د څه باندې (۳۸) ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي. په همدې ډول په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د اووم بلاک د تفریحي پارک د احاطې دیوال د جوړول چې، په ټولیزه توګه (۱۳۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰) سانتي متره سور لري، د کابل ښاروالۍ بله هغه پروژه ده چې چارې يې د څه باندې(۵) میلیونه افغانیو په لګښت د(۹۰) کاري ورځو په موده کې بشپړې شوې دي