د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري کلتور د دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

11560.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست، د ښاري فرهنګ د ودې او دودولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې سیمه ییزو شوراګانو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د پنځلسمې ناحیې رئیس مولوي انجینر عبیدالله شیرزاد، د ګډو ښاري کارونو د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د ښه ښاري مدیریت لپاره اړتیا ده چې، ښاریان باید د ښاري چارو په برخه کې له اړوندو مسئولینو سره مرسته وکړي او د خپلې سیمې د وضعیت په ښه والي کې رغنده او اغیزمن رول ولوبوي. دغه راز په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست مرستيال سراج الدين پټان هم دزرغونو سیمو د اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د نيالګيو کېنولو موسم د کابل ښار د زرغونتيا او سمسورتيا لپاره ښه فرصت دى، هیله ده چې ښاریان به د ښاري سیمو د زرغونتیا په موخه، خپله ملي او دیني دنده ادا او لږ تر لږه یو یو نیالګي کېنوي او پالنه دې وکړي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین هم د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ښه ښاري مدیریت په با مسئولیته ښاریانو پورې اړه لري او اړینه ده چې، د سیمې د پاکوالي، زرغونتیا او د خپل چاپېریال په ساتنه کې، مسئولین او ښاریان باید په ګډه کار وکړي. ورته مهال د غونډې ګډونوالو د ښاري پلانونو او برنامو له پلي کېدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې، د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې به خپل مسئولیت ادا کړي. د غونډې په پای کې د ښاري مسایلو په اړه یو شمېر ویډیویي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدل