الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې له بازارونو څخه ۲۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفته توکې را ټول شول

11569.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه (۲۵۰۰) کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکې چې، دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۳۲۰) لودسپيکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه يې ټاکلي ځای ته ولېږدول. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وويل: په دغو توکو کې مکروني، چاکلېټ، شيدې، قیماق، مربا، اچار، دکبانوکنسرو، بسکټ،  پاپړ، شین چای، د مینځلو او سينګار توکي شامل دي. نوموړي له ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چې، د پېرلو پر مهال د خوراکي او غیر خوراکي توکو نېټې او کيفيت ته پاملرنه وکړي