د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې اړوند بازارونو کې د لومړنیو توکو له قیمتونو څخه څارنه وشوه

4 حمل 1403

11571.jpg (1820 × 1024)

له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو دکنټرول په موخه، دشلمې ناحیې اړوند بازارونو کې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق، د خوراکي توکو پلورنځیو، قصابانو او نورو اصنافو د فعالیت له څرنګوالي څارنه وشوه. دشلمې ناحيې د رئیس مولوي عبدالغفور عمري په وينا، د چهارآسیاب بازار سرغړوونکو هټيوالو ته خبرداری ورکړل شوی،  چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. نوموړي له کسبګرو او نورو اصنافو غوښتنه وکړه چې، د پلور پر وخت دې انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. د یادې ناحيې رئیس وویل: له دې وړاندې ټولو هټیوالو او اصنافو ته خبر ورکړل شوی چې، نرخنامه دې د خپلو پیرودونکو په لید وړ ځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري