د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان له ۶۰ متره سړک څخه د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د نوي سړک د جوړولو په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

5 حمل 1403

11589.jpg (1820 × 1024)

د دوولسمې او یو ویشتمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له شپېته متره څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د قلعه شانان سړک د جوړېدو پر وړاندې د شته خنډونو او ملکیتونو د پاکولو، خاورې لیږدولو او هوارولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست سرپرست انجنیر امید الرحمن رحمانی په دې اړه وویل: د دې سړک په اوږدو کې(۵۲) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته حقونه ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سړک جوړېدل د ماسټر پلان له مخې تر سره کېږي ترڅو د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سړک د جوړولو او پراختیا چارې به د خنډونو له پاکولو وروسته پیل شي.  دغه نښلوونکی به د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو د ریاست له خوا د ډیزاین شوې طرحې له مخې، د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰ ) متره سور سره د اوبو یوه کانال او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون د یو کاري کال په موده کې بشپړ شي. د دې سړک جوړېدل د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله وه چې، اوس د ترسره کېدو په حال کې ده او په بشپړېدو سره به یې د کابل- جلال آباد سړک ترافیکي ستونزې هوارې او ورسره جوخت به ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي