د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

6 حمل 1403

11591.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې د پغمان سیمې اړوند د ۹م ګذر قلعه وزیر، د ۱۳م ګذر خواجه مسافر، ۱۴م ګذر قلعه آغرخان او د ۱۷م ګذر په فنایان سیمو کې د سړک او کوڅو جوړولو (۴) پروژې بشپړې او دکابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیرمیرالرحمن ناصري، د څوارلسمې ناحیې د رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني له خوا په داسې حال کې چې، د یادو سیمو یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو،ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د برنامو او پروژو دتنظیم رئيس په خپلو خبرو کې وويل: دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کاري زمينې د برابرولو په موخه پلې شوې دي. نوموړي د یادو سیمو له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې، د خپلو نویو جوړ شویو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې له دوي سره مرسته وکړي. ښاغلي ناصري څرګنده کړه چې، په ۹م ګدر کې د سړک جوړولو پروژه (٨٨٤) متره اوږدوالى او (۵) متره سور، په ١٣م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه(١١٢٠ )متره اوږدوالى او له( ٣،٤ څخه تر ٤،٥) مترو پورې سور، په ١٤ م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه ( ٩٣٠) متره اوږدوالى او (۳) متره سور، او د دې ناحیې په ۱۷م ګذرکې د (۱۱۶۷) مترو په اوږدوالي او د (۴ او ۵) مترو په سور سره د سړک او کوڅې جوړول شامل دي چې، په ټولیزه توګه د څه باندې (۳۵) میلیونه افغانیو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړ شوي دي. دغه راز د څوارلسمې ناحيې رئیس وويل: له ښاري آسانتياوو څخه د محرومو سيمو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به، د دې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم  طرحه او پلې شي، تر څو د يادو سيمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې او دوی ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي