د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند په سیمه کې د زرغون کمربند د پراختیا هڅې روانې دي

6 حمل 1403

11593.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ښار په کچه د نيالګيو کېنولو د کمپاين په لړ کې، د قرغې بند په سیمه کې د زرګونو مېوه لرونکو او بې مېوې  نيالګېود کېنولو پلان تر لاس لاندې لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې اړه وويل: د یوه ښکلي او زرغون ښار د درلودلو په موخه به، یاده سیمه په يوه مناسب او ښکلې تفريحي ځای بدله شي. نوموړي زیاته کړه، د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په نیت، د زرغونتیا ریاست ګڼ شمېر پلانونه تر لاس لاندې لري چې په بېلابېلو پړاوونو کې به پلي شي. یو له د غو پلانونو څخه د قرغې بند په سیمه کې د زرغون کمربند پراخول دي چې، د ۱۴۰۳ کال د پسرلني کمپاین له پیل راهیسې په دغه ځای کې تر (۵۰۰۰)زیات نیالګي کینول شوي او د کېنول شویو نیالګیو د ساتنې او ښې پالنې لپاره مناسبې لارې چارې په پام کې نیول شوي دي. ښاغلي متوکل وويل: د ځنګلونو او زرغونو سیمو رامنځته کول، له یوې خوا د موسمي اورښتونو  لامل ګرځي او له بلې خوا زرغون کمربند په حقيقت کې د چاپېريال لپاره د یوه فلټر حیثیت لري